سمنگان؛ فيروز نخچير ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۱:۴۷
سمنگان؛ فيروز نخچير ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنگان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د فيروز نخچير ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ځوانانو مرکزي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ځوانانو مرکزي لېسې او فيروز نخچير اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالي مساوي پای ته ورسېده؛ خو په اضافي وخت کې ځوانانو مرکزي لېسې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۰/۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي و او په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS