سمنګان؛ مرکز ایبک کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو فوټسال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عقابان لوبډلې خپلې سیالې جوانان اتیلا لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته د ځوانانو هڅول او د غوره لوبغاړو پېژندل و، د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
