سمنګان؛ د ۳۰ جوړو ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۱
سمنګان؛ د ۳۰ جوړو ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او.ورزش آمریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د نمایندګي له لوري د سمنګان ولایت په کوربه توب د تخار، بغلان او بلخ ولایتونو د ۳۰ جوړو لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې سمنګان ولایت لومړی، بغلان دویم او تخار ولایت درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د سمنګان ولایت د ورزش ادارې آمر استاد محب الله، د کلپونو استادانو، د لوبو مسؤولانو او د سوک وهنې ګڼو مینوالو په حضور کې ترسره شوې.

د سیالیو موخه د سوک وهنې سیالیو وده او لوبو ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS