سمنګان؛ د کې وان کيک بوکسينګ نهم پړاو منتخبې سيالۍ تر سره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۹:۳۲
سمنګان؛ د کې وان کيک بوکسينګ نهم پړاو منتخبې سيالۍ تر سره شوې

د سمنگان ولایت بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د رزمي ورزشونو فدراسیون له لوري د سمنګان په کاخ سلطان تالار ک د څلور کلبونو ٤٠ ورزشکارانو په ګډون د کي وان کيک بوکسينګ منتخبې لوبډلې د غوراوي نهم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د مبارزې کمپ د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى، ستاره رزم کمپ دويم او محمدي کمپ درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د سمنګان ولایت د رزمي ورزشونو فدراسیون د کي وان کيک بوکسينګ سبک منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

په پاى کې ١٤ ورزشکارانو د سمنګان د رزمي ورزشونو فدراسیون د کي وان کيک بوکسينګ سبک منتخبې لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړ .

همداراز غوره ورزشکارانو ته مډالونه او تقديرنامې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS