سمنګان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۴۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولایت د وزلوبې د فدراسیون او د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت په همکارۍ د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ په صیاد کلي کې د ۴۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې درې وروستي لاقونه اعلان شول، چې لومړی(وروستی لاق) د هارون پهلوان، دویم وروستی لاق شمس الله پهلوان او درېیم وروستی لاق جاوید پهلوان له خوا د حلال دایرې ته ورسول شو او د ۵۰۰ ریالو ګډونکي شول.
د دغو سیالیو موخه د وزلوبې پراختیا او وده ده.