سمنګان؛ جوانان امید فردا لوبډلې د دره صوف بالا فوټبال خزاني سياليو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۸:۵۸
سمنګان؛ جوانان امید فردا لوبډلې د دره صوف بالا فوټبال خزاني سياليو اتلولي وګټله

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسيون سره په همغږۍ د دره صوف بالا ورزشي کمېټې له لوري د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال خزاني سيالۍ د جوانان اميد فردا لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې له يوې مياشتې راهيسې د دره صوف بالا ولسوالۍ په ورزشي ميدان کې روانې وې، په پايلوبه کې يې د اميد فردا لوبډلې د ٤-١ ګولونو په توپیر ارمان حسن لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د دې سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په يادي ولسوالۍ کې د فوټبال وده ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS