سرې قلعه لوبډلې د خوږياڼو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د مينې او يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د سرې قلعه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د قيلغو او سرې قلعه لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سرې قلعه لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف کېښود، قيلغو لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۳۵ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.