سرپل کې د ۶۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۲۲:۴۵
سرپل کې د ۶۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون له لوري د سرپل ولایت مرکز کې د ۶۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي ستر سلاکار قاري حیات الله رحماني، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د وزلوبې زرګونو مینوالو ګډون کړی وو.

د دغو سياليو په پای کې د ميدان د حکم له لوري یو اخراولاق اعلان شو، چې امین الله پهلوان خوسی د حلال تر دايرې ورساوه او د دوه زره امریکايي ډالرو، یو عراده موټر او یوې قالینې ګټونکی شو.

د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د ملي سوداګر حاجي متين بای د زوی د واده د مراسمو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS