سرپل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ولیعصر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۲۰
سرپل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ولیعصر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د وحدت جام په نوم د فوټسال سیالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې د ولیعصر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې ولیعصر لوبډلې خپلې سیالې شاهین لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي د سیالیو په پای کې د معراج له کلب څخه محمد جلالي غوره لوبغاړی، له ولیعصر لوبډلې څخه حسن سروري غوره ګول ساتونکی او له یاران پناهي لوبډلې څخه صادق پناهي د زیاتو ګولونو وهونکی لوبغاړی وټاکل شو.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۷
Background image

سمنگان کې د ځوانانو او نويو ځوانانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له درېيو کلبونو څخه د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۴
Background image

بادغیس کې د فوټبال اتحاد جام سيالۍ د اخته ګل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قادس ولسوالۍ په برګل حوزه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو د مخنيوي پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS