سرپل؛ مرکز کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلنۍ سیالۍ د اختري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د محمد امین اختري جام په نوم د فوټسال پسرلنۍ سیالۍ، چې دوې میاشتې وړاندې پیل شوې وې د ش.ه.ی.د اختري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې د ش.ه.ی.د اختري لوبډلې خپلې سیالې ش.ه.ی.د خرم لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
