ستاره لب رود لوبډلې د خوښۍ ولسوالۍ د فوټبال غوره لیګ د سیالیو اتلولي وګټله
دغه سيالۍ د لوګر ولايت د خوشي ولسوالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې چې د ستاره لب رود ټيم په بريا سره پاى ته ورسيدې .
د دې سیالیو په پای لوبه د خوشي عالي لېسې په لوبغالي کې ترسره شوه چې د ستاره لب رود او یازده ستاره لوبډلو له یوبل سره سیالي وکړه، چې د ستاره لب رود لوبډلې د ۳-۱ په پایلې سره سیال ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګاټه.
په پای کې د شاهین توتک لوبډلې د اخلاقو کپ وګاټه، له بلې خوا د ستاره لب رود لوبډلې لوبغاړی حشمت الله سلطاني د لوبو غوره لوبغاړی، د خورشید لوبډلې څخه مصطفی فضلي د ټورنمنټ غوره ګول وهوونکی او فیصل صدیقي د خورشید لوبډلې څخه د دې سیالیو غوره ګول ساتونکی ونومول شو.
د لوګر د فوټبال فدراسیون د مشرتابه له خوا د خوښۍ ولسوالۍ د فوټبال مشر غلام عباس خوشیوال هم د هغه د ښو خدمتونو له امله وستایل شو.
