زبل کې د ۲۰ ورزشکانو ترمنځ د لاس د غېږې سیالۍ وشوې
د زابل ولایت دبدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د لویانو په عمري برخه کې د ۲۰ ورزشکارانو د لاس د غېږې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.
دا سیالۍ، د ځوانانو د هڅونوې او ملي لوبو د غوړېدا په موخه وشوې، په پای کې محمد هارون لومړی، جلالزي دویم او فدا محمد درېیم مقام خپل کړ.
