زابل کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۱:۵۱
زابل کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ووشو سيالۍ وشوې.

يادې سيالۍ، چې د عتیق الله او ارشاد کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د عتیق الله کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د یادو سياليو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۱
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ۳۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS