زابل کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې شپږ تنه غوره ورزشکاران د زابل ولايت د رزمي لوبو K1 سبک منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
د يادو سياليو موخه د ياد ولايت د K1 سبک منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکاران موندل وو.
