زابل کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د نيوفول کانټاکټ سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ په درېيو عمري کټگوریو کې د نيوفول کانټاکټ سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د عبيدالله، سمیع الله او روزي محمد نوري کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د روزي محمد نوري کلب لومړی او عبیدالله کلب دويم مقام خپل کړ.
