زابل کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د نيو فول کانټاکټ سبک سيالۍ وشوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له درېيو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د زمري ۲۴مې د آزادۍ ورځې په وياړ د نيو فول کانټاکټ سبک سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د واسير احمد مردان، عمر خان او ميرويس کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د واسير احمد مردان کلب ورزشکارانو په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.
