زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بنج پريس سبک سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۵۵
زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بنج پريس سبک سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ بنج پريس سبک ژمنۍ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ياد ولايت کې د پاورلفټنگ "بنج پريس سبک" ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې په پايله کې خوشحال فاروقي لومړی مقام خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته د بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د ورزش او ځوانانو وزارت له مرستیال وزير سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا ته د رسمي سفر په جریان کې د نوموړي هیواد د ورزش او ځوانانو وزارت له مرستیال توفیق هدایت سره ولیدل، چې په دغه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۵۴
Background image

تخار؛ خواجه غار ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۵۲
Background image

تخار؛ فرخار ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای. . .

BACK TO NEWS