زابل کې د ۱۶۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
زابل کې د ۱۶۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۱۶۰ غېږ نيوونکو ترمنځ د غیږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې.

په يادو سیالیو کې پر مرکز سربېره د اتو ولسواليو غېږ نيونکو گډون کړی، چې په پای کې به د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته غوره غیږ نيونکي وټاکل شي.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS