زابل کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د ياد ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د سيمه ييزې غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د شهر صفا، دامان، ميزاني او ارغستان ولسواليو پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې د شهر صفا ولسوالۍ پهلوانانو په بريا پای ته ورسېدې.
