زابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې پنځه ورځې يې دوام وکړ د ياران الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د ياران الف، ياران ب، اتحاد الف او اتحاد ب لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې ياران الف لوبډلې خپلې سيالې اتحاد الف لوبډلې ته د ۰/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپوته او ستاينليکونه ورکړل شول.
