زابل: په مرکز قلات کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې موخه یې د زابل ولایت په کچه د ووشو لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو ټاکل وو، په پایله کې له دواړو کلبونو څخه د یاد ولایت په کچه ۸ ورزشکاران د نوموړي ولایت د ووشو لوبډلې لپاره وټاکل شول.
هېره دې نه وي چې په پای غوره ورزشکارانو ته د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
