زابل: مرکز قلات ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ جمناستک سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د جمناستک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له درېیوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د استاد صدیق الله کلب لومړی او د استاد داوود کلب دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
