زابل‌ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم څلورم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۸
زابل‌ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم څلورم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د شپږو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د فول رزم څلورم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د غزني، کندهار، ارزگان، هلمند، کابل او کوربه زابل لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې زابل لومړی، غزني دويم او کابل بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول او د فول رزم لوبې وده وه، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۱
Background image

بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې يوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په نغمه بازار سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د شېرزاد ولسوالۍ په گندمک سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS