زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۱:۱۴
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د پوليو واکسين په اړه د عامه پوهاوي په موخه د واليبال سيالۍ د شيخ مټي بابا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې شيخ مټي بابا لوبډلې سيالې فدايي لوبډلې ته ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پای کې غوره ورزشکارانو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS