زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالیو اتلولي ترنک لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ترنک لوبډلې خپلې سیالې غزنویانو لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د غزنویانو لوبډلې په مالي لګښت ترسره شوې او موخه یې له نشه یي موادو سره مبازه او د ځوانانو ترمنځ یووالی یاد شوي دي.
هېره دې نه وي چې دغو سیالیو یوه نیمه میاشت دوام وکړ او په پای کې د نوموړي ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
