زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د فوټبال سيالۍ د هريرود لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې
د زابل ولايت د ورزش امريت له لوري له امريکايي اش.غ.ال څخه د هېواد د خپلواکۍ دويمې کاليزي په وياړ د څلور پياوړو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هريرود لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د طوفان، هريرود، اتفاق او لب دريا لوبډلو برخه لرله، چې په پايلوبه کې د هريرود لوبډلې اتفاق لوبډلې ته د ٤-١ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې د لیدو لپاره د ورزش مسئولین او د فوټبال ګڼ شمېر مينوال راغلي وو.
