زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د نيو فول کانټکټ سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فول کانټکټ فدراسيون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د نيول فول کانټکټ سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې د واسر احمد مردان او مبارز د کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله کې د واسر احمد مردان کلب په بريا پای ته ورسېدې.