زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د خوسي او توپ ډنډې محلي ـ دوديزي سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د ورزش امريت له لوري د محلي او عنعنوي لوبو د را ژوندي کولو په موخه د خوسي او توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې لومړى د خوسي لوبه وشوه، چې په پايله کې يې د لب دريا لوبډلې ملادين لوبډلې ته د دوو ميدانونو په توپیر ماتې ورکړه.
همداراز د توپ ډنډې په سيالۍ کې بيا د بازار لوبډلې خرواريان لوبډلې ته د دوو ميدانونو په توپیر ماتي ورکړه او د سيالۍ ګټونکې شوه.
