زابل؛ په قلات ښار کې د ۳۸ لوبغاړو ترمنځ د ووشو سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۳۸ لوبغاړو ترمنځ د ووشو سیالۍ پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ، چې د استاد زلمي او استاد نصیر احمد کلبونو لوبغاړو ترمنځ چمتو شوې وې، په پایله کې د استاد زلمي کلب لوبغاړو په بریا پای ته ورسېدې.
د ویلو ده، چې دغو سیالیو دوې ورځې دوام وکړ او موخه یې د ووشو ورزش ته وده ورکول و.