زابل؛ په قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۹
زابل؛ په قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې د استاد علي احمد او استاد رحمت الله کلبونو ورزشکارانو ترمنځ چمتو شوې وې، په پايله کې د استاد رحمت الله کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا!

د بامیان ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د. . .

BACK TO NEWS