زابل؛ په قلات ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۱:۲
زابل؛ په قلات ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه په درېوو عمري کټگوريو کې د پاورلفټينگ ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې په نويو ځوانانو کټگورۍ کې نصيب الله دوران لومړی، په ځوانانو کې نعمت الله قيوم لومړی او په لويانو کټگورۍ کې بيا کريم الله اتل لومړی مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS