زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د ۴۵ بايسکل ځغلوونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بايسکل ځغلونې فدراسيون د استازولي له لوري په شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۵ بایسکل ځغلوونکو ترمنځ په ۱۷ کيلومتره واټن کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې نصرت الله لومړی، احمدشاه دويم او نجیب الله درېیم مقام خپل کړ.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.