زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ فولرزم سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۶:۴۶
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ فولرزم سيالۍ ترسره شوې

زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فولرزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو کلبونو د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې د فولرزم سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د عبدالغفور، نادر خان، عبدالشکور او روزي محمد کلبونو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې د استاد نادر خان کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.

د یادولو وړ ده، چې د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه د فولرزم ورزش وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS