زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو تر منځ د رزمي لوبو یوني فایټ سبک سیالۍ تر سره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۸:۳۸
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو تر منځ د رزمي لوبو یوني فایټ سبک سیالۍ تر سره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فايټ سبک سیالۍ ترسره شوي.

دغه سيالۍ، د ځوانانو او نويو ځوانانو په عمري کټګوريو کې د استاد روفي او د استاد شمس الحق د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د استاد روفي د کلب ورز شکارانو بريا خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول وو ، چې دوه ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ستاينليکونه ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS