زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک نندارې ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند جمناستيک فدراسيون د استازولي له لوري په شاجوی ولسوالۍ د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک ورزشي نندارې ترسره شوې.
هېره دې نه وي چې دغو ورزشي نندارو يوه ورځ دوام وکړ او موخه يې ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.
