زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټبال فدراسيون په ګډه همغږۍ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
ددغو سياليو لومړۍ لوبه د اتفاق او مينوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ۳_۳ ګولونو باندې مساوي پای ته ورسېده.
بايد يادونه وشي چې يادې سيالۍ به يوه مياشت په بر کې ونيسي.
