زابل؛ په شاجوى ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د بارخېل لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې
د زابل ولايت د ورزش امريت په همغږۍ د ټېپ بال فدراسیون له لوري، په شاجوى ولسوالۍ کې د ټېپ بال ١٦ اوره سيالۍ، چې ١٥ ورځې وړاندې د ٨ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د بارخېل لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د بارخېل او زابلستان لوبډلو لار وموندله، چې د زابلستان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ١٦ اورونو کې يې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٠ منډې وکړې.
په مقابل کې د بارخېل لوبډلې ياد هدف د څلور ويکټو په زيان سره د شپاړسم اور په دويم بال پوره کړ او اتلولي يې خپله کړه.
