زابل؛ په شاجوى ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د چينو واليبال ساتونکو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې
د زابل ولايت ورزش امريت په لارښوونه د واليبال فدراسيون له لوري په شاجوى ولسوالۍ کې د واليبال پيل شوې سيالۍ د چينو واليبال ساتونکو لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې لس ورځې وړاندې د لس لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې پايلوبې ته يې د چينو واليبال ساتونکو او عبدالستار لوبډلو لار وموندله، چې د چينو واليبال ساتونکو لوبډلې د ٣-٢ په توپیر خپل سيال ته ماتې ورکړه.
په پاى کې د ورزش امريت له خوا ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړوته کپونه،مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشي وسايل هم ورکړل شول.
