زابل؛ په شاجوى ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ د اتحاد الف لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۹:۳۱
زابل؛ په شاجوى ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ د اتحاد الف لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او فوټبال فدراسيون استازولۍ په ګډه همغږۍ د يونسيف موسيسې په مالي مرسته په شاجوى ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اتحاد الف لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د مرکز قلات ښار اتحاد الف لوبډلې شاجوى منتخبې لوبډلې ته د ٢-٠ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دغو سياليو چې درې ورځې يې دوام وکړ اتحاد الف، اتحاد ب شاجوى منتخبې او شاجوى ځوانانو لوبډلو برخه لرله.

د دغو سياليو موخه د پوليو(ګوزڼ) ختمول او د دې ناروغۍ په اړه خلکو ته پوهاوى ورکول دي.

په پاى کې ورزشکارانو ته ورزشي وسايل او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS