زابل؛ په سیوري ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د میوند اتلانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او سیوري ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ لوبغاړو په همغږۍ د یادې ولسوالۍ د لوبغاړو په مالي لګښت د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیاليو اتلولي میوند اتلانو لوبډلې خپلې کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته میوند اتلانو او احمد شاهي ټایګر لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې احمد شاهي ټایګر لوبډلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۱۶ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان ۱۵۰ منډې هدف کېښود؛ بل لوري ته میوند اتلانو لوبډلې یاد هدف د څلورو ویکټو په زیان د ۱۵ اور په څلورم بال پوره کړ او اتلولي یې خپله کړه.
