زابل؛ پهارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ارغنداب ولسوالۍ په مرغايي سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د تناره او ولګۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې تناره لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
