زابل؛ میزانه ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د سپینې غبرګې او ترنک سیمو پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پای کې یې د ترنک سیمې پهلوانانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
