زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري هېواد ته له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د ښه راغلاست په موخه د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې، چې اتلولي یې د استاد علي احمد ورزشکارانو خپله کړه.
ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول او راستنېدونکو هیوادوالو ته ښه راغلاست د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
د یادونې ده، چې ګټونکو لوبغاړو ته بېلابېلې جایزې هم ورکړل شوې.
