زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو دمدیریت له لوري د ياد ولایت مرکز قلات ښار کې د دوو کلیو د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د هزاري او سینک کلیو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې دسینک د کلي ورزشکارانو بریا خپله کړه.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
