زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۲
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د‌ زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د دې ولايت په قلات ښار کې د استاد طوفان او استاد ايمل کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاسه چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې يو ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې د استاد ايمل کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو وده ورکول ښودل شوي وو او په پای کې د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS