زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ تر سره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له لوري په قلات ښار کې د استاد طوفان او استاد ايمل کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو تر منځ د قوت الرمي سيالۍ تر سره شوې.
دغه سيالۍ په دوه نويو ځوانانو او ځوانانو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د استاد طوفان کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د قوت الرمي لوبو ته وده او ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
په پای کې د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته د هڅوونې په موخه ستاينليکونه او ورزشي وسايل ورکړل شول.