زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د مرکز قلات ښار او صحرا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې صحرا لوبډلې په زیاتو بریاوو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
یادې سیالې ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
