زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو اولویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې استاد احمد ویس همراه کلب لومړی او استاد نصرت الله کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
