زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوي.

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او عنعنوي لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت له دوه کلپونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د نشه یی توکو سره د مبارزې په نوم د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د استاد رحمت الله سمون کلپ او استاد عوض کلب د ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې د استاد عوض کلپ ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
د يادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د سېمه ییزو خلکو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش آمریت له لوری غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.