زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پیل شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېپ بال فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ د ځوانانو د يووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د نويد خان او هوا شناسي اتلانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې د هوا شناسي اتلانو لوبډلې، سيالې لوبډلې ته د ۲۳۷ منډو هدف کېښود، نويد خان لوبډله د ياد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او سيالي د ۶۹ منډو په توپير د هوا شناسي اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ، چې ۲۱ ورځې به دوام وکړي، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او سالمه تفريح ښودل شوې ده.
